د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په هېواد کې ګڼې شکمنې پېښې ارزولې دي چې له دې ډلې ۳۱۰ یې مثبتې وې. په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۹۱۴۳ او د مړو شوو کسانو شمېر ۵۹۸ کسانو ته رسېدلی دی. همدا راز تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا ۸۸۴۱ کسان بېرته روغ شوي دي. عامې روغتیا وزارت پرون خبر ورکړی و چې د مثبتو پېښو شمېر مخ پر کمېدو دی او کرونا له اوج مخ پر ځوړ ده. خو سره له دې یې هم له ټولو هيوادوالو غوښتي چې ددوی سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او ځان له دې وژونکې ناروغۍ وژغوري.
































