ولسمشر غني له بهرنیو فشارونو او د ژورنالیستانو له شکایتونو وروسته، له پارلمان څخه د ټولنیزو رسنیو د تعدیل طرحه بېرته راغوښتې ده. نوموړي نن د کابیني غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې افغان حکومت د بیان ازادي، د هغه د پیاوړي کولو او د رسنیو د فعالیتونو ملاتړ ته ژمن دی. نوموړي په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته سپارښتنه کړې چې د ټولنیزو رسنیو قانون کې د تعدیل وړاندیز شوې طرحه له پارلمان څخه بېرته راوګرځوي. ولسمشر غني دغه راز د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام غندلی او دا کار یې سولې ته د ژمنتیا له روحیې سره په ټکر کې بللی دی. نوموړي دغه راز له کرونا سره مبارزه کې له منابعو څخه د ناسمې استفادې د احتمال په اړه د چارو ادارې ریاست ته امر کړی دی چې په دې برخه کې تر جدي پلټنو او ارزونو وروسته خپلې موندنې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریکې کړي. هغه یو ځل بیا پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا له پراختیا څخه د مخنیوي په موخه دې روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي.
































