د روغتیا په برخه کې فعال بې پولې ډاکټران وایې له هغې وروسته چې په افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز لګول شوی، د دوی روغتیایي کارکوونکو په ګډون ټولې ښځینه روغتیایي کارکوونکې اندېښمنې دي چې دندې به له لاسه ورکړي. د ا.ا عامې روغتیا وزارت تر دې وړاندې ویلي، په ټولو دولتي او غیر دولتو ادارو کې ښځینه روغتیایې کارکوونکې کار ته تللی شي. خو بې پولې ډاکټران وایي وروسته تر هغه چې دوی د ا.ا وروستۍ پرېکړې وغندلې، ښځینه کارکوونکې یې د خپل راتلونکې په اړه نهیلې دي. بې پولې ډاکټران وایي د دوی ۵۱ سلنه کارکوونکې ښځې دي. بې پولې ډاکټران هم وایې په ښځو او نجونو د کار او زده کړو بندیز به دا ستونزه نوره هم زیاته کړي.
































