د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نیدرلینډ کې د يوه کس له لوري د قرآن کریم د نسخې شکول او بې حرمتي غندلې او له دغه هېواده یې غوښتي څو دغه کس ته سزا ورکړي. د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان ا.ا د نيډرلینډ په هاګ ښار کې د یوه متعصب سیاستوال له خوا د قرآن کریم نسخې شکول او بي حرمتي کول په سختو ټکو غندي. خبرپاڼه کې راغلي ا.ا د دغه هېواد پر حکومت غږ کوي چې یاد کس مجازات کړي او د سیاسي فعالیت جواز ترې واخلي څو د اسلام او مسلمانانو پر ضد په سیستماتیک ډول د تعصب او کرکې خپرولو مخنیوی وشي. دغه وزارت د اسلامي هېوادونو له مشرانو هم غوښتي چې د دغسې کړنو مخنيوي لپاره يو دريځ غوره کړي څو مسلمانان له خپل دينه په اغېزناکه توګه دفاع وکړای شي. له دې څو ورځې مخکې په سويډن کې هم د ترکیې ضد لاریونونو پر مهال د دغه هېواد یوه ښي اړخې سیاستوال د پولیسو په مخ کې د قران کریم نسخې سوځولي وې.
































