د مهر خبري اژانس د خبر له مخې د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزارت مرستیال سعید محمد موسوي د پرون یوې غونډې ته د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ایران د یوه سوداګریز مرکز د ایجاد خبر ورکړی دی. هغه زیاته کړې، چې دغه مرکز به راروانه میاشت ایجاد شي، خو په راپور کې دا نه دي ویل شوي، چې دغه مرکز به د افغانستان په کوم ولایت کې جوړيږي. موسوي هیله ښودلې چې د دې مرکز په جوړېدو سره به د کابل او تهران ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي. نوموړي ویلي، غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او د افغانستان په تلپاتې وده کې برخه واخلي.
































