په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د وروستیو محدودیتونو په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ځینو افغان چارواکو نوي بندیزونه لګولي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغو بندیزونو کې د ا.ا د چارواکو ځینو کورنیو ته د ویزو ورکولو بندیزونه هم شامل دي. په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې دغه بندیزونه پر اوسنیو او پخوانیو چارواکو، د غیر دولتي امنیتي بنسټونو پر غړو او هغو کسانو چې د ښځو پر وړاندې یې د بندیزونو په لګولو کې ونډه اخیستې، لګول شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو له خوا د ښځو او نجونو د زده کړې او کار د محدودولو له پرېکړې وروسته له یو میلیون څخه زیاتې نجونې او ښځې له زده کړو پاتې شوې دي او یوه لویه برخه مېرمنې بېکاره شوې دي. بیلکین زیاته کړه، تر څو چې ا.ا د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ته درناوی ونه کړي، د نړیوالې ټولنې له خوا به یې ملاتړ ونه شي. ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تل ټینګار کړی چې د هېواد د ټولو اتباعو حقونه د «اسلامي اصولو» په چوکاټ کې خوندي دي.
































