چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

ایا موخې مو دې ته هڅوي چې هغه تعقیب کړی؟

ژباړه: امان الله «حنیفي»

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 24, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
ایا موخې مو دې ته هڅوي چې هغه تعقیب کړی؟

Stand out from the crowd and different creative idea concepts , Longest light ladder glowing and aiming high to goal target among other short ladders on green background with shadows . 3D rendering.

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

«که په رښتیا هغه کار وکړی چې تاسې ورسره مینه لری، نور مو هڅولو او تشویقولو ته اړتیا نشته. ستاسې ذهني لرلید خپله تاسې هڅوي.» سټویو جابز

څومره به ښه وی که مو موخو ته د رسېدو د مینې اندازه اخیستې وی. ای کاش چې داسې کېدلی چې د خپل لاس نښه مو یو ماشین ته ورکولی او هغه زموږ د بریا کچه معلومولی. خو واقعیت بیا بل څه دی. ایا د دې پوښتنې پوښتل چې «ایا موخې مې ما ته هغه انګېزه راکوي چې زه هغه تعقیب کړم؟» ستاسې لپاره سخت کار دی؟ له کومه ځایه پوهېږی چې موخو ته د رسېدو لپاره کاپي انګېزه لری؟

مینه لرل، امکان زیږوي

موخو ته د رسېدو لپاره له هغه سره مینه لرل یو ضروري عنصر دی. حتماً پوښتی چې ولې؟ ځکه مینه لرل د ټولو بریاوو پيل دی. ما هېڅکله داسې نه دي لیدلي چې یو څوک دې له مینې لرلو پرته خپلو غوښتنو ته رسېدلي وي. مینه لرل د انسان په وجود کې انرژي زیږوي، چې موخو ته د رسېدو امکان په لاس راکوي. کېدای شي چې وپوښتی، که همداسې وي، ولې مو دا پوښتنه په لومړي سر کې ونه پوښته؟ ځواب دا دی چې موخو ته د رسېدو لپاره یوازې د مینې لرل هم کاپي نه دي. مینه لرل له هغو لسو پوښتنو یوه ده چې باید مناسب ځواب ورکړی. یا په بله وینا، که نه شی کولای دې پوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی، موخو ته د رسېدو انرژي مو مخکې له مخکې له لاسه ورکړې ده.

«مینه درلودل د هر هغه چا لپاره ضروري دي چې غواړي خپلو موخو ته ورسېږي. ولې؟ ځکه ټولو بریاوو ته د رسېدو لومړی پيل مینه درلودل دي.»

موخو ته د رسېدو هره لاره له ستونزو، مشکلاتو او ناامیدیو ډکه ده. له بده مرغه چې ډېری کسان له ځینو دې پوښتنو سره مخ کېږي او بالاخره یې هره موخه له لاسه وځي. پر همدې اساس، له خپلو موخو سره مینه درلودل ډېر مهم دي. له موخو سره مینه لرل تاسې ژوندي ساتي، مینه لرل تاسې ته انګېزه درکوي، همدا دلیل دی چې ډنمارکي فیلسوف کګارد وايي: «که داسې وي چې یوازې د یو څه لرلو یا ورته رسېدو هیله کوی، دا هیله لرل نه قدرت دی نه ثروت. زما موخه دا ده چې وشم کولای د مینې په درلودو سره خپلې وړتیاوې لاس ته راوړم. یوازې خوند اخیستل د ناامیدۍ باعث کېږي، خو حقیقي مینه هېڅکله د ناامیدۍ پایله نه ورکوي.»

د مینې درلودو قدرت

مینه درلودل څه دي؟ مینه لرل په زړه کې هغه انرژي او خواخوږي لرل دي، چې نه یوازې همدا اوس تاسې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پر حرکت راولي، بلکې په راتلونکي کې مو هم همدا حرکت جاري ساتي. مینه درلول ستاسې لپاره د موخو تعقیبولو فرصت برابروي. د ویل هابز په خبره، مینه درلودل هغه حرکت دی چې تاسې سهار وختي د خوب له کټه راپاڅوي. ځکه هغه کار باید وکړی چې تاسې ورسره مینه لری، هغه کار مو په مخکې دی چې تاسې پرې باور لری، هغه کار مو په مخکې دی چې تاسې یې په سرته رسولو کې ښه مهارت لری، هغه کار مو په مخکې دی چې نه ترې تېرېدلی شی او نه یې هم بلې ورځې ته ځنډولی شی.

مینه درلودل موږ ته له ستونزو سره د مبارزې کولو زمینه برابروي. هرکله چې د یو ارزښتمن کار د سر ته رسولو هڅه کوی، حتماً له ستونزو سره مخ کېږی. مینه درلودل له تاسې سره مرسته کوي، څو دا هرڅه په سړه سینه وزغمی. د ۲۰۰۷ ز کال په جولای کې مې د جنوبي افریقا په پلازمېنه ژوهاسنبورک کې وینا کوله، که څه هم دا سفر راته ډېر اوږد او ستړی کوونکی و، خو بیا هم په هغه کې برخې اخیستو راته ډېره ګټه وکړه. یوه ورځ مې د هماغه پروګرام له برابروونکي سره د خبرو کولو فرصت پيدا کړ. تالیتابويي د دغه شرکت رییس و چې دا پروګرام یې جوړ کړی و. له هغه سره د خبرو کولو پر مهال یې څو څو ځلې راته وویل، چې د دغه پروګرام جوړول یې یوه لویه هیله وه چې پوره شوه. کله مې چې له هغه په دې اړه د یو څه وضاحت پوښتنه وکړه، هغه وویل، تېر کال یې په ذهن کې راوګرځېده چې د رهبرۍ په اړه یو نړیوال پروګرام جوړ کړي.

هغه وویل: «په ۲۰۰۶ ز کال کې مې تصمیم ونیو چې ټول کال به کار کوم، داسې چې نه یوازې خپل ځان ته کار وکړم؛ بلکې دا نورو هېوادوالو ته هم یو لوی کار وي. خو دې لویوالي ما ته کوم مفهوم درلود؟ زما لویوالی د غیرممکنه او ریسک لرونکي کار تر سره کول وو. ډاکتر مکسوله! په ۲۰۰۷ ز کال کې ژوهانسبورک ته ستا رابلل مې لویه هیله وه او کلکه ژمنه مې کړې وه چې په هر ډول وي، زه به دا کار کوم».

وروسته یې وویل چې د دغه پروګرام د جوړولو لپاره یې ډېرې ستونزې وګاللې. هغه چې د خپل شریک له مخالفت سره مخ شوی و، هغه ته یې ویلي وو چې که چېرې یې شرکت تاوان وکړ، ټول به ته پرې کوې. کله چې د شرکت مالي بورډ د دې پروګرام په جوړولو کې له همکارۍ را نه په شا شو، بیا هم ناامیده نه شوم. هغه وايي، د دې پروګرام د جوړولو مینې د ډېرو ستونزو په زغملو کې راسره مرسته وکړه.

تالیتا وویل: «ډېری د دې پروګرام له جوړولو مخکې ښه پوهېدل چې د دغه پروګرام جوړول زما لپاره څومره مهم او مانا لرونکي دي؛ خو بیا هم له دې سره سره باوري نه وو چې دا به زما او زما د شرکت لپاره څومره ګټور وي. د پروګرام په پای کې ډېری ګډونوالو ویلي وو چې کاش په دې پروګرام کې یې د دوی ملګرو، دوستانو او همکارانو ته هم د ګډون بلنه ورکړې وی. ډېریو غوښتل چې دا پروګرام یوه بله ورځ هم وغځېږي، ډېریو هیله درلوده چې په نږدې راتلونکي کې د وشي کولای چې په یو بل داسې پروګرام کې هم ګډون وکړي. ډېریو ګډونوالو دا پروګرام ډېر عالي بللی و. دا سفر ډېر اوږد و، خو هغه ګته چې د دې سفر په پای کې ټولو کړې وه، بیخي له حد او اندازې وتلې وه. دا زما موخه وه چې پر حقیقت بدله شوه.»

د یوې موخې تر ټولو ښه انګېزه ورکوونکې برخه د هغه پيل دی. موږ ټولو یوه موخه او بیا له هغه سره لېونۍ مینه لرل تجربه کړي دي. امکانات مو سنجولي، له هغه سره کلکه مینه لرل مو حس کړي، یو نامعلوم راتلونکی مو په ذهن کې تصور کړی، تر دې چې زموږ د ښه حالت په اړه مو د دوستانو او ملګرو تایید اورېدلی او له دې وروسته لاس پکار شوي یو او ډېر ژر دې پایلې ته رسېدلي یو چې د یوې موخې له ټاکلو هغې ته تر رسېدو لپاره باید ډېرې هڅې وکړو. هماغسې لکه چې یو مور او پلار پوهېږي چې دنیا ته د یو ماشوم تر راوړلو، د هغه لویول ډېر سخت دي.

هغه کوم عوامل دي چې تاسې یې باید له امله ستونزې وګالی؟ هغه کوم عوامل دي چې تاسې ته پر ستونزو د برلاسي کېدو چانس برابروي؟ ځواب دا دی: مینه درلودل! ویلیام آرتور وارد موخو ته د رسېدو لپاره درته داسې سپارښتنه کوي: «پر هغه وضعیت چې نور په کې وېره او شک لري، باور وکړئ. په هغه وضعیت کې چې نور کار پرېږدي، پلان جوړ کړئ. په هغه وضعیت کې چې نور خوب کوي، تاسې مطالعه وکړئ. په هغه وضعیت کې چې نور زړه نا زړه وي، تاسې تصمیم ونیسئ. هغه څه چې نور یې په اړه خیال پلو وهي، تاسې یې درک کړئ. هغه وخت چې نور یو کار سبا ته پرېږدي، تاسې یې پيل کړئ. هغه وخت چې نور یوازې هیله کوي، تاسې عمل وکړئ. هغه وخت چې نور زیات لګښت کوي، تاسې سپما وکړئ. کله چې نور خبرې کوي، تاسې یې واورئ. هغه وخت چې نور ګیلې کوي، تاسې موسکا وکړئ. هغه وخت چې نور نیوکه کوي، تاسې خپل رضایت ښکاره کړئ او هغه وخت چې نور کار پرېږدي، تاسې پرله پسې کار وکړئ.

هغه څه چې تاسې ته انرژي او باور درکوي، په خپل پلان کې یې ونیسئ، مطالعه یې کړئ، په اړه یې تصمیم ونیسئ، ښه یې و ارزوئ، د سر ته رسولو لپاره یې مټې بډ وهئ، کار وکړئ، سپما وکړئ، غوږ ونیسئ، موسکا وکړئ او له پرله پسې کار کولو د رضایت ښودنه څه ده؟

ځواب: دا ټوله مینه ده!!

Previous Post

کندوزي کروندګر: د هندوانې حاصلاتو؛ ډېروالي ته خوښ خو د بازار نشتوالي ته اندېښمن یو

Next Post

تر  اوسه ۴۰ ځله د حج مراسم نه دي تر سره شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
تر  اوسه ۴۰ ځله د حج مراسم نه دي تر سره شوي

تر  اوسه ۴۰ ځله د حج مراسم نه دي تر سره شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بدخشان کې د زیاتې واورې اورېدو له امله څو لارې بندې شوي

بدخشان کې د زیاتې واورې اورېدو له امله څو لارې بندې شوي

فبروري 2, 2024
د بشري حقونو کمیسیون: تېره یوه اوونۍ کې ۷۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بشري حقونو کمیسیون: تېره یوه اوونۍ کې ۷۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اپریل 19, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved