د لوړو زده کړو وزارت مرستیال وایي، پر يوې طرحې کار روان دی چې ډېر ژر به بشپړه شي او له مخې به يې نجونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې پوهنتون ته د تګ اجازه ورکړل شي. دغه څرګندونې د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخواہ ننگرهار ولایت ته د سفر پر مهال د خصوصي پوهنتونونو له مسوولینو سره په لیدنه کې کړې دي. په دې لیدنه کې په ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو اتحادیې رییس طارق كمال وويل له کومې ورځې چې پوهنتون ته د ښځينه محصلینو د ورتګ مخه نیول شوې، د خصوصي پوهنتونونو محصلین نږدې نيمايي كم شوي دي. کمال وايي، د نجونو د زده کړو د ځنډ له امله خصوصي پوهنتونونه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خيرخوا وايي په پوهنتونونو کې نجونو ته د زده کړو بېرته پیل په اړه پر يوې ځانګړې طرحې کار پیل شوی دی.
































