دغه پروازونه د کرونا ویروس د پراختیا له امله ځنډول شوي وو چې اوس تر څو میاشتې ځنډ وروسته بېرته پيل شوي دي. د افغانستان د هوانوردۍ اداره وایي نن لومړنی پرواز له هوایي ډګر ترسره کېږي او ټاکل شوې چې ترکش ایرلاین خپله الوتنه ترسره کړي. امارات نړیوال هوايي شرکت به هم سر له سبا له حامد کرزي هوایي ډګر خپل پروازونه پيلوي. ددې تر څنګ کورنیو هوايي شرکتونو هم خپل پروازونه پيل کړي دي. ددغه هوايي ډګر مسوولین وایي چې دوی ټول تیاری نیولی دی او هڅه کوي د کرونا ویروس د پراختیا مخه ونیسي او د عامې روغتیا وزارت سپارښتنو ته پاملرنه وکړي.