د روغتیا نړیوال افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپل تازه راپور کې ویلي، چې، روان کال به افغانستان کې شاوخوا ۲۸،۳ میلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري. یاد سازمان ویلي په ۲۰۲۲ کال کې دغه شمېر ۲۴،۳ سلنه و چې نوی شمېر د تېر پرتله ۱۶ سلنه لوړ دی. دغه راپور کې افغانانو ته د بشري مرستو پر رسولو هم ټینګار شوی او ویل شوی، چې له ۱۷،۶ میلیونه ډېر خلک روغتیا برخه کې مرستو ته اړ دي چې له نیمايي زیات یې ماشومان دي. له پیچلي بشري وضعیت سربېره چې خلکو ته یې روغتیا برخه کې ګواښونه څو برابره زیات کړي د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دې برخه کې خپلو خدمتونو ته دوام ورکوي. دغه سازمان ویلي، د بسپنه کوونکو په ملاتړ به سږ کال ۱۵،۶ میلیونه اړو کسانو ته روغتیايي خدمتونه ورسوي او خپلې هڅې به لا پراخې کړي.
































