د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا او د خوړو نړیوال پروګرام پرون په نیمروز ولایت کې له ایران څخه هېواد ته سلګونه راستنو شویو افغان کډوالو ته نغدي مرستې ویشلې دي. باختر آژانس ویلي چې ۴۷۳ راستنو شویو کورنیو ته هرې یوې ته اته نیم زره افغانۍ ورکړل شوې دي. ملګرو ملتونو ویلي چې په تېرو نهو میاشتو کې له ایران او پاکستانه شاوخوا ۷۲۸ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او راستنېدونکو وزارت د معلوماتو له مخې په دې دوو هېوادونو کې له شپږ میلیون زیات افغان کډوال استوګن دي.
































