د نړیوال بانک له ریاست د ډېوېډ مالپاس د ګوښه کېدو له اعلان وروسته، د سرپرست حکومت د مالیې وزارت وایي، د یاد وزارت لهخوا په افغانستان کې د نړیوال بانک پروژو د چارو د بیا پیلېدو لپاره هڅې دوام لري. مالیې وزارت زیاتوي، نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیا، کرنې، کلیو د پراختیا او نورو برخو کې مرسته کوي او دې برخو کې یې د ځینو پروګرامونو کار پیل کړی دی. د امریکا د مالیې وزیر په نړۍوال بانک کې د مالپاس څلور کلن ماموریت ستایلی او ویلي یې دي چې هغه د خپل ماموریت پر مهال د افغانستان په ګډون کم عاید لرونکو هېوادونو ته ډېر مهم کارونه کړي. د نړۍوال بانک ريیس ډېوېډ مالپاس د خپل دوره يي ریاست له بشپړېدو یو کال مخکې استعفا ورکړې ده.
































