ملګري ملتونه وایي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې شامل شوی چې د زدهکړو په برخه کې په بحراني وضعیت کې دي. د ملګروملتونو عمومي منشي زیاتوي، دمګړۍ د جګړو له امله ۲۲۲ مېلیونه نجونې بېځایه شوي چې له دې ډلې له ۷۸ مېلیونه زیاتې یې ماشومانې دي. د ملګرو ملتونو لوی منشي په یوه ټویټ کې ویلي، درېیمه برخه هغه کسان چې، د روزنې په بحران کې دي، په کانګو، اېتوپیا، مالي، نایجریا، پاکستان، سوډان، سومالیا، سویلي سوډان، یمن او افغانستان کې دي. له دې سره سم، په هېواد کې یو شمېر زدهکړیالانې هم له سرپرست حکومته غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانېستنې په تړاو خپله پرېکړه وروستۍ کړي. بل لور ته سرپرست حکومت وایي، ا.ا د زده کړو مخالف نهدی بلکې غواړي چې ټول مسایل د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې تر سره شي.
































