د ا.ا ویاند ويلي چې د ا.ا مشرتابه تېره ورځ د بدخشان هرات فراه بادغيس او نيمروز ولايتونو له علماء كرامو، واليانو او نورو نظامي او ملکي چارواکو سره کتلي دي. د ا.ا ویاند پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ا.ا مشر په خپله وینا کې مسوولین خپلو ورسپارل شوو دندو ته متوجه کړل. د ا.ا مشر ویلي په تېرو شلو کلونو کې د ولس اذهانو په تخریبولو کې زیات کوښښ شوی اوس د علماء کرامو او ا.ا د مسوولینو دنده جوړيږي چې د ولس اذهانو د تنویر لپاره شپه او ورځ کار وکړي، خلکو ته باید اسلامي نظام ور وپېژندل شي او پر اصولو وپوهول شي. نوموړي زياته کړې، د ا.ا چارواکي باید لومړی خپل ځانونه اصلاح او پر شریعت برابر کړي له تكبر او غروره ځانونه وساتي، له قومیت پرستۍ او انډیوالۍ پاللو ځانونه لرې وساتي او کار اهل کار ته وسپاري.
































