کورنیو چارو وزارت وايي د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته تر دې مهاله په هېواد کې په نشهيي توکو شاوخوا ۸۲ زره روږدي کسان راټول شوي چې یوازې ۲۶۸۵۰ یې یوازې په کابل ښار کې وو. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د نشه يي توکو پر وړاندې ۴۲۱۰ عملیات تر سره شوي او پر مهال ۵۰۵۱ مظنونین نیول شوي، ۱۸۱ کارخونې له منځه تللي او ۵۰۴۳ ټنه بېلابېل نشه يي توکي نیول شوي او همداراز ۱۷۸۵ هټکاره ځمکه د کوکنارو او چرسو له کښته پاکه شوې ده. په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ په داسې حال کې روانه ده چې تر دې وړاندې د ا.ا مشر د نشه يي توکو پر کښت، تولید او قاچاق بندیز لګولی دی.
































