د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې او اوکراین ترمنځ په جګړه کې تور پوری کړی چې لویدیځ هڅه کوي چې د اوکراین نښتې په نړیوال کړکېچ بدلې کړي. نوموړي په خپله کلنۍ وینا کې ویلي چې د اوکراین جګړه لومړۍ د کیېف له لوري پیل شوه، خو غرب هڅه کوي چې دا هرڅه د روسیې په غاړه واچوي. د هغه په خبره، دغه هېوادونه د ملتونو تر منځ نفاق رامنځته کوي. بل لورته د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره ورځ یوې غونډې ته ویلي، پوتین فکر کاوه چې روسیه قوي ده، خو دا هر څه سرچپه شول. د هغه په خبره، پوتین د امپراطورۍ هڅه کوي، خو هېڅکله به په اوکراین کې بریالي نه شي.
































