د پاکستان د کراچۍ ښار په زندان کې یو بل افغان بندي هم ساه ورکړې ده. پاکستاني رسنۍ «دي نېشن» خبر ورکړی چې دغه افغان فیض محمد نومېده او ۶۰ کاله عمر یې درلود. سرچینې زیاته کړې هغه له لسګونو نورو افغانانو سره تېره میاشت له نیول کېدو وروسته د کراچۍ په لانډي محبس کې بندي شوی و. يادې رسنۍ د ځايي امنيتي سرچينو په حواله خبر ورکړی چې د بند پر مهال یاد افغان ته ناروغي پيدا شوې وه چې په اړه يې په کراچۍ کې افغان کونسل جنرال ته خبر ورکړل شوی و. د يادونې ده له دې مخکې هم دوه افغانان د کراچۍ په زندان کې مړه شوي دي. د يو بل خبر له مخې د پاکستان امنیتي ارګانونو د دغه هېواد د پېښور هوايي ډګر کې پنځه افغانان نیولي چې غوښتل يې په جعلي اسنادو بریتانیا ته سفر وكړي.
































