د فراه له ابونصر فراهي بندره ۲۴ ټانکره وارد شوي بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول. د فراه د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې نن د سټنډرډ ملي ادارې له خوا ۲۴ ټانکړه تېل چې له ایرانه وارد شوي وو بېرته مسترد شول سرچینې ویلي، دغه تېل د ابونصر فراهي بندر له لارې بېرته ایران ته منتقل شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې بې کيفيته توکي هېواد ته وارد کړي. دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم له ایران د بې کيفيته تېلو ټانکرونه مسترد شوي دي.
































