د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په زابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې ټولنه انجنیر، ډاکټر، معلم او نورو مسلکي خلکو ته اړتیا لري ترڅو دا هېواد د نورو سره سیال شي. هغه د خپلې لنډې وينا په لړ کې زابل د علم ټاټوبی یاد کړ او له مسوولينو يې وغوښتل څو د دغه ولايت اوسېدونکي ته کار وکړي او د هغوی زړونه خپل كړي. نوموړی وويل ديني عالمان درانه مسوولیتونه لري او تر بل هر چا ډېر باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه و اوسي. د ده په خبره، بهرنيانو د نظام ناکامولو ډېرې هڅې وکړې خو بريالي نه شول.
































