په داسې حال کې چې د پوهنې یو شمېر کارپوهان د خوندي تعلیمي چاپېریال پر رامنځته کولو ټینګار کوي، خو د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې اوسمهال یې ماشومان په ازاده فضا کې، تر خیمو لاندې او یا هم تر لمر لاندې زدهکړې کوي. د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د ښوونځیو جوړولو او ترمیم ته لومړیتوب ورکړي. دوی وايي په تېرو وختونو کې د ناامنيو له امله يو شمېر ښوونځي په پوځي اډو بدل شوي وو او يا هم د جګړو له امله ويجاړ شوي او خلکو لا هم له پامه غورځولي وو. د غور د پوهنې رييس وايي دوى له بنسټونو او مرکزي دولت سره په همغږۍ کار کوي، څو د ښوونځيو د جوړولو او بيارغونې او زده کوونکو ته د لا ډېرو اسانتياوو برابرولو په برخه کې هڅې وکړي.
































