په کابل کې یو شمېر اړمن کسان د مرستو د وېش په بهیر کې د روڼتیا له نشتوالي شکایت کوي او وايي، چې تر ډېره پر مستحقو کسانو نه وېشل کېږي، خو چارواکي د دې ستونزې د هواري لپاره د مرستو د وېش په بدل کې پر کاري پروګرام ټینګار کوي. د ۱۴۰۱ کال د اسد په ۲۴ مه د پخواني سیاسي نظام له سقوط وروسته، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو اندازه کمه شوه، د امریکا له خوا د افغانستان د اسعارو له ۹ میلیاردو ډالرو څخه زیاتې زېرمې کنګل شوې چې ورسره په هېواد کې د فقر او بېکارۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده. ځينو هېوادونو او ملګرو ملتونو د دغه هېواد د خلکو د اقتصادي وضعيت د خرابېدو د مخنيوي په موخه د بشري مرستو د وېش پروګرام پيل کړ. خو یو شمېر ښاریان وايي چې د دغو مرستو په وېش کې شفافیت نشته او ډېری هغه کسان چې مستحق نه دي په دې پروګرام کې شامل شوي دي. خو د سرپرست حکومت چارواکي وايي، چې له دې وروسته دې مرستې د کار په بدل کې وویشل شي، څو د مرستو د وېش په بهیر کې ستونزې هوارې شي.
































