له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید او د کوکنارو د کښت په اړه په کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۹م کال په افغانستان کې د ورتېر کال په پرتله په سلو کې ۳۸ سلنه لږ کوکنار کرل شوي وو. د دې ادارې د راپور پر اساس، په ۲۰۱۹م کال په افغانستان کې پر ۲ لکه ۵۳ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو. په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د نشه يي توکو د ملي پالیسۍ ادارې د سږ کال په فبرورۍ کې اټکل کړی و چې په ۲۰۱۹م کال په افغانستان کې د ۲۰۱۸ کال په پرتله په سلو کې ۲۸ سلنه لږ کوکنار کرل شوي دي. دا پرلپسې دویم کال دی چې د دواړو ادارو له اټکل سره سم په افغانستان کې د کوکنارو کښت کمېږي.
































