د چين د څوارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه د مارچ په پنځمه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پيل شوه. د چين صدراعظم لي که چيانګ دغې غونډې ته کاري راپور وړاندې کړ، چې له مخې يې تېر کال د نړيوال پېچلي حالت پر وړاندې چين په بنسټيزه توګه عمده پرمختيايي موخې تر لاسه کړې او د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت يې په سلو کې درېیو ته ورسېد.
ټولو ته معلومه ده، چې تېر کال نړۍ له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ وه، خو په دې حالت کې د چين اقتصاد پرمختګ موندلی دی. د چين د اقتصادي پرمختګ د يادونې په ترڅ کې پخواني افغان چارواکي تخلص اورياخېل د چين د ميډيا ګروپ له خبریالې سره د مرکې په ترڅ کې وویل، چې چین د ښې حکومتوالۍ په کمال دغه هېواد وتوانېد، چې د اقتصاد په برخه کې ډېرې قناعت بښونکې او مثبتې نتيجې ولري.
د ده په اند دا رښتيا ده، چې تېر کال په نړۍ کې ډېرو کړکېچونو لکه کرونا او د اوکراين او روسيې ترمنځ جګړې، د ډېرو هېوادونو د داخلي توليداتو پر ګراف باندې ډېره منفي اغیزه کړې او تر اوسه هم دوام لري، خو چين لاهم خپل اقتصادي پرمختګ ساتلی دی او لامل يې د چين له حکومتوالۍ سره تړاو لري.
هغه زیاته کړه، چې د چین حکومت توان لري د اقتصادي پرمختګ په برخه کې قناعت بښونکې مثبتې نتيجې ولري، چې په سلو کې درې يې د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت، يوه له همدغو مثبتو پایلو څخه شمېرل کيږي. په ورته وخت کې چين خپله اقتصادي او همکاريزه لمن د نړۍ ګوټ ګوټ ته وغزوله، نو زه د چين د اقتصادي ودې په هکله ډېر خوشبينه يم. زما په اند د يو مملکت د اقتصاد تر شا بايد د اقتصادي متخصصينو يو ډېر تکړه او باتدبيره ټيم وي، چې د نړۍ د هر ګوټ په هکله خپله دقيقه ستراتيژي ډيزاين او تطبيق کړي. د چين ملت د همداسې يو تکړه اقتصادي ټيم خاوند دی.
د همدغه ټيم په هڅو سره د روان کال په فبرورۍ کې د چين د توليدي چارو د خرڅلاو ګراف يعنې پي اېم اې بيا لوړ شوی او د منځنيو او کوچنيو تصديو پرمختيایي ګراف هم له ټيټوالي څخه وتلی دی. د شنونکو په اند د چین اقتصادي حالت لا ښه شوی او پرمختيایي کيفيت به یې هم لوړ شي. ښاغلي اورياخيل چې څو ځلې يې له چين څخه ليدنه کړې او له چیني شرکتونو سره يې معاملې درلودلي، له چين سره د راتلونکي معاملې په هکله مثبت نظر لري. هغه وويل، چې د چين د توليداتو کيفيت او څرنګوالی ډېر ښه دی. افغان خلک له چینايي توليداتو سره له ډېرو لسیزو راهيسې اشنايي لري. نو زما پلان دا دی، چې د افغانستان په دننه کې شرکت ثبت کړم او تر هغه وروسته د چینايي شرکتونو د ملتيا او همکاريو پر بنياد په افغانستان کې پانګه واچوم. د دې ترڅنګ غواړم، چې چينايي توکي افغانستان ته وارد کړم تر څو د افغان خلکو لپاره د کار زمينه برابره کړم.
نه يوازې چينايي توليدات، بلکې د چین بازار هم د بهرنيو شرکتونو پام راجلب کړی دی. په وروستيو ورځو کې د ګڼو نړيوالو شرکتونو او تصديو مشرانو په جلا جلا توګه چين ته سفرونه کړي دي. د چين د سوداګرۍ وزارت یوه شمېرنه ښيي، چې تر اوسه پورې د ډېرو نړيوالو شرکتونو عمومي مديرانو چين ته د سفرونو غوښتنليکونه وړاندې کړي دي.
ډېر بهرني شرکتونه غواړي، چې د چين په بازار کې پانګه واچوي. په دې اړه ښاغلي اورياخيل وویل، چې چین ته د بهرنیو شرکتونو د پانګونې لیوالتیا زه ډېر ښه خبر بولم او زه اړیم، چې یوځل بيا خپله خبره تکرار کړم، چې د چین دولت داسې شرایط او زمینه مساعده کړېده، چې اوس نړیوال چین او چینایي توکو ته لانور هم مخه کوي او دا لیوالتیا به نوره هم ډېره شي.
څه موده مخکې د چين يوه شرکت د یوه افغان شرکت له اړوندې څانګې سره د امو سيند د نفتو د استخراج په هکله تړون لاسليک کړي. رښتيا ده، چې د چين او افغانستان ترمنځ ډېر همکاريز فرصتونه هم شته. ښاغلي اوريا خيل د مرکې په پای کې د دوه اړخيزې همکارۍ د يادونې په ترڅ کې وويل، چې د کانونو او صنایعو په برخه کې د افغانستان له فعلي چارواکو سره د څو چینایي کنسورشیمونو او شرکتونو د تړونونو لاسلیک ته زه په ډېره هیلمنه سترګه ګورم. له افغانستان سره د چينايي شرکتونو اړيکې د دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو يوه ښه بېلګه ده او دا په خپله د دواړو هېوادونو خلکو ته مثبتې هيلې هم راژوندۍ کوي.
































