د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، د یاد ریاست د سوالګرو راټولولو کمېټې تر دې دمه له کابل ښار څخه ۲۹زره ۴۰۳ سوالګر راټول کړي. یاد ریاست په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د راټولو شویو سوالګرو له ډلې ۱۲زره ۴۵۹ ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۵۷۸۹ مستحقې او ۶۶۷۰ یې بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي. اعلامیه زیاتوي چې ۳۹۲۴ نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۱۲۵۰ مستحق ګڼل شوي او ۲۶۷۴ بیا حرفوي سوالګر دي. په راټولو شویو سوالګرو کې بیا ۱۳۰زره۲۰ ماشومان دي چې له ډلې یې ۴۵۳۴ مستحق او ۸۴۱۵ حرفوي او ۷۱ بې سرپرسته ماشومان دي. په اعلامیه کې راغلي چې بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه هم برابرېږي.
































