له ایران څخه د افغان بندیانو د خلاصون په لړ کې نن ۱۸۹ نور افغان بندیان د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپارل شول. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د بندیانو د سپارلو په مراسمو کې په تهران کې د افغانستان د سفارت د مشر په ګډون یو شمېر نورو دولتي چارواکو هم حضور درلود. یاده دې وي چې د ایران حکومت تېره ورځ هم ۲۶۸ د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپارل. افغان لوری وايي د بندیانو خوشې کول به د دواړو هېوادونو پر اړیکو مثبت اغېز ولري. په ایران کې د افغانستان د سفارت د شمېرو پر اساس په ایران کې ۶ زره افغانان بندیان دي.
































