د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي چې د صادراتو لپاره یې د روان کال لپاره د ټاکلي هدف د ترلاسه کولو په حال کې دي. دوی زیاتوي چې د روانې میاشتې تر پایه به یې د صادراتو کچه دوه میلیارده ډالرو ته لوړه شي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین زیاتوي چې په روان کال کې د هېواد د صادراتو تر ټولو زیاته کچه یې ګاونډې پاکستان ته ترسره شوې. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولینو په ویان چې پاکستان ته یې په روان کال کې څه باندې یو میلیارد ډالر صادرات ترسره کړي دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم هیله څرګندوي چې د روان کال تر وروستیو به د هېواد د صادراتو حجم دوه میلیارده ډالرو ته لوړ شي. دوی زیاتوي چې د هېواد صادرات په بې مخینې ډول سره په ښه ډول ترسره شوي دي.
































