د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې ویلي، چې د اروپايي ټولنې د روغتیایي مرستو یوه کڅوړه کابل ته رسېدلې ده. سرچینې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د مرستو دغه بسته چې د حفظ الصحې توکي او د لومړنیو مرستو کڅوړې په کې شاملې دي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي له لارې به په ټول هېواد کې وویشل شي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د مرستو دغه بسته به د ګڼ شمېر افغانانو د روغتیا په ښه کولو کې رول ولوبوي. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزېف بوریل تر دې مخکې ویلي و، چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې، چې له افغانستان سره به بشري مرستې دوام لري او له توپیر پرته به پر اړمنو کسانو وېشل کېږي.
































