په افغانستان کې د بشري حقونو کمیسیون ویلي چې د کابل د احمد شاه بابا مینې اړوند بت خاک څلور لارې کې د شوې چسپکي ماین چاودنې قربانیان د دغه دفتر غړي وو. یاد کمیسیون د دغې ادارې پر کارکوونکو شوی برید وحشیانه بللی او د انګېزې په اړه یې د جدي پلټنو غوښتنه کړې ده. په شوې چاودنه کې یو نر او یوه ښځه چې خپلې دندې ته پر لار وو وژل شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) او دغه راز د بښنې نړیوال سازمان دا برید غندلی دی. د پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نده اخیستې.
































