د افغانستان بانک د راتلونکې شنبې په ورځ ۱۶ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لاري ليلاموي. یاد بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتنه کړې څو په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي. د افغانستان بانک ليکلي د داوطلبۍ ګټونکي دې خپل حسابونه د ليلام ورځې تر پایه تصفيه کړي. سرچینه زیاتوي، د اسعارو د ليلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسويې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په يو ځل په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري. د یادونې ده، د افغانستان بانک د روان ۱۴۰۱ لمریز کال له پیل راهيسې د افغانيو د ارزښت ساتنې په موخه ۸۰۳ میلیونه امریکایي ډالر لیلام کړي دي.












