په افغانستان د پوليو واکسين پيلېدو سره هم مهاله د روغتيا نړيوال سازمان په دغه هيواد کې د واکسيناتورانو پر ملاتړ او خونديتوب ټينګار کړى دى. د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان څانګې نن پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې واکسيناتوران له زيادو خنډونو څخه په تېريدو سره د ژمې يخ او اوړي ګرمۍ کې هڅه کوي د افغانستان ټولو ماشومانو ته واکسين ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې د تيري دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شو. د روغتيا وزارت د معلوماتو په اساس ټاکل شوې د ياد کمپاين پر مهال څه باندې ٩ ميليون ماشومان واکسين شي. د روان ميلادي کال له پيل څخه په افغانستان کې د پوليو د مثبتې پيښې ثبتېدو را پور نه دى ورکړل شوى.
































