د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر له رییس سره په لیدنه کې د مخکنيو هوکړو له مخې د همکاریو د دوام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې زيانمنو ته د مرستو په رسولو کې دې سياسي چلند نه کېږي. دغه وزارت نن په خپله ټویټرپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو يكلي د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال په خپل کاري دفتر کې د يواېن اېچ سي ار دفتر له رييس سره په لیدنه کې راستنېدونکو او بېځایه شوو ته د مرستو رسولو پر دوام خبرې وکړې. سرچینې زیاته کړې په لیدنه کې ټینګار وشو چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري دې له مخکنيو هوکړو او ژمنو سره سم له اړوند وزارت سره همکاريو ته دوام وركړي. په خبرپاڼه کې د خروټي له قوله لیکل شوي، هغه بشري مرستې چې د ټولنې تر ټولو زيانمنونکي قشر ته ورکول کېږي باید له سیاسي مسايلو جلا وي.
































