د برېښنا شرکت مسوولینو په تېرو ۱۸ میاشتو کې ۶۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي. د دغه شرکت مسوولین وايي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت په همکارۍ یې د «ایس» برېښنا په نوم نوی سیستم جوړ کړی چې مشتریانو ته د بېلونو په تحویلولو کې يې ډیرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. د دې شرکت مسوولین وايي، چې د ټول هېواد په کچه ۱۶۶ زره میترونه يې په خپلو مشتریانو ویشلي دي. دوی زیاتوي چې هڅه کوي هېوادوالو ته د برېښنايي خدمتونه د بهتر کولو لړۍ پراخه کړي.











