په افغانستان کې د ایران پخواني سفیر ابوالفضل ظهروند وايي افغانستان او ایران د ښه ګاونډیتوب او اقتصادي ودې لپاره ښو اړیکو ته اړتیا لري او ددواړو هېوادونو چارواکو ته په کار ده چې د اړیکو د پراختیا لپاره اړین ګامونه اوچت کړي. نوموړي پر ایراني حکومت هم غږ کړی چې صادقانه دې له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره کار وکړي. نوموړي د ایران او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک تړون د رامنځ ته کېدو هرکلی هم کړی دی. څو ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر په مشرۍ یو پلاوی ایران ته لاړ او هلته یې پر بېلو مسایلو خبرې وکړې. ایران ویلي چې دوی له افغانستان سره اړیکې پراخوي او د ښو اړیکو د پاللو لپاره به هڅه کوي.

































