د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ایران ته په سفر کې د دې هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ له وزیر رضا فاطمي امین او د سړکونو او ښار جوړولو وزارت مرستیال داریوش اماني سره لېدلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې افغان پلاوي له ایراني چارواکو سره د کابل او تهران تر منځ د سوداګرۍ او ترانزیټ نوي هوکړهلیک د لاسلیکېدو په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر له ایراني پانګهوالو غوښتنه کړې چې د افغانستان په کرنې او مالدارۍ برخو کې پانګونه وکړي.
































