چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

سیګار: پر لوړو څوکیو په فساد د تورنو کسانو ګومارنه د اندېښنې وړ ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 28, 2020
in افغانستان, اقتصاد
0
سیګار: پر لوړو څوکیو په فساد د تورنو کسانو ګومارنه د اندېښنې وړ ده
1.2k
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

سیګار وایي، په افغانستان کې په فساد د تورنو کسانو پر لوړو دندو ګومارل د جدي اندښنې وړ مسئله ده. د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار مشر ویلي، افغان حکومت په دې وروستیو کې داسې کسان پر دندو ګوماري چې په فساد تورن دي او تر اوسه یې دوسیې نه دي بشپړې شوې. سیګار وايي، دا مسئله دوی ته د اندېښنې وړ ده او په افغان حکومت کې د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د کمزورې ارادې ښکارندویي کوي. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې فساد ډېر شوی دی او باید د مبارزې لپاره یې نوې تګلاره جوړه شي.

په افغانستان کې د فساد د موجودیت په اړه د نیوکو په دوام، تازه سیګار وایي چې ولسمشر غني او ډاکټرعبدالله عبدالله د  هغو کسانو په ګومارلو لاس پورې کړی چې په فساد تورن دي. د دغې ادارې په خبره، دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده او په افغان حکومت کې د فساد پر وړاندې د ارادې کمزوري ښيي. د سیګار مشر جان سوپکو پر هغه څه چې له اداري فساد سره یې مبارزه کې د سیاسي څېرو خونديتوب بولي اندېښمن دی. هغه زیاتوي، د هغو کسانو له لوري د دولتي ادارو مخته بیول چې تر دې وړاندې یې د فساد دوسیې لرلې، په افغانستان کې له اداري فساد سره په مبارزه کې شاتګ دی.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

سوپکو وایي، امریکا تل له فساد سره پر مبارزه ټینګار کړی او افغان حکومت یې هڅولی چې فساد له منځه یوسي، خو اوسني وضعیت ناهیلی کړی دی. د ده په خبره: ((زه  لا هم نهیلی کېږم، د رسنیو رپوټونه ګورم چې د افغانستان د یوه لوی بانک یعنې کابل بانک د ديوالۍ یو لوی عامل د یوې ادارې د چارو د مخته بیولو لپاره د ارزولو په حال کې دی. که دا خبره سمه وي، له اداري فساد سره په مبارزه کې د شاتګ په معنی ده)).

نوموړی همدا راز وایي، د نړیوالې ټولنې ستر هدف هم دا دی چې په افغانستان کې شته فساد ختم شي؛ ځکه دا د پرمختګ په لار کې یو ستراتېژيک او خطرناک خنډ دی. سوپکو همدا راز وایي، افغان حکومت د فساد او هغو کسانو پر وړاندې د پام وړ اقدام نه دی کړی چې په فساد تورن دي. د نوموړي په خبره: ((لا هم جدي پوښتنې مطرح کېږي چې افغان حکومت په کومه اندازه له اداري فساد سره په مبارزه کې پرمختګ لرلی دی؛ د بېلګې په توګه د فساد په تړاو ۶۵۰۰ د نیولو حکمونه صادر شوي دي، خو افغان حکومت دا ځواب نه شي ورکولای چې څه وخت به دا حکمونه عملي کېږي)).

تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د فساد موجودیت لا هم د اندېښنې وړ دی. د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې د فساد کچه مخ پر لوړېدو ده او د فساد د ختمولو لپاره د افغان حکومت طرحې کارنده نه وې. یوناما له افغان حکومت غوښتي وو چې د فساد د ختمولو لپاره باید پر نوو، عملي، دقیقو او اوږدمهاله طرحو کار وکړي. همدا راز د فساد ضد مبارزې په برخه کې فعالو بنسټونو هم غوښتي وو چې په افغانستان کې د فساد د ختمولو لپاره یو مستقل کمېسیون جوړ شي او هغه دې د ملګرو ملتونو له بشپړ ملاتړ برخمن وي.

بلخوا د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ وايي، د سیاسي ارادې نشتوالی دد ې سبب شوی چې د فساد قضیې په سمه توګه و نه څېړل شي. د دغه بنسټ په خبره، بله ستونزه دا هم ده چې عدلي او قضايي ادارو خپله خپلواکي په سمه توګه نه ده ساتلې، نو ځکه یې سیاستوالو په چارو کې مداخله کوي. افغان حکومت تر اوسه د دغو ادعاوو به تړاو هېڅ راز غبرګون نه دی ښودلی.

Tags: Top
Previous Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Next Post

د امریکا سفارت: په افغان حکومت کې د فساد راپورونه د اندېښنې وړ دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د امریکا سفارت: په افغان حکومت کې د فساد راپورونه د اندېښنې وړ دي

د امریکا سفارت: په افغان حکومت کې د فساد راپورونه د اندېښنې وړ دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د اختلافونو دوام؛د عبدالله اړوند وزیران دندو پیلیدو ته نه دي پریښودل شوي

د اختلافونو دوام؛د عبدالله اړوند وزیران دندو پیلیدو ته نه دي پریښودل شوي

سپتمبر 7, 2020
لغمان کې د ۲۹۲ څاګانو د بیا رغولو چارې پیل شوې

لغمان کې د ۲۹۲ څاګانو د بیا رغولو چارې پیل شوې

سپتمبر 10, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved