د بریتانیا دفاع وزارت له افغان پناه غوښتونکو د هغې غوښتنې په خاطر له قید او شرط پرته بښنې ته اړ ايستل شوی چې له دوی څخه یې په دې هېواد کې د منل کېدو لپاره کړې ده. د راپورونو له مخې دې وزارت له افغانانو غوښتي وو، که غواړي چې بریتانیا پناه ورکړي، باید لازم اسناد یې د افغانستان د سرپرست حکومت لهخوا تايید شي. افغان پناه غوښتونکي د زېږېدلو د سند او نکاح خط لپاره د افغانستان د اوسني حکومت مهر ته اړتیا لري. برېتانوۍ ډيلي ټلګراف ورځپاڼې پرون د برېتانیا د دفاع وزارت له قوله ویلي، د افغانانو د سندونو په برخه کې ځینې تېروتنې چې تر سره شوي، بښنه غواړي.
































