د کابل یو شمېر قومي مشرانو د قومونو د یووالي او همغږۍ په غونډه کې د ښځو د حقونو په تېره د زدهکړو د حق ورکړې غوښتنه وکړه. قومي مشران وايي چې د هېواد د پرمختګ یوازینۍ لار ښوونه او روزنه ده. دوی وايي، چې له نړۍ سره د سیال کېدو لپاره یوازینۍ لار پوهنه او تعلیم دی. غونډې ته د کابل والي وویل، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته، د زده کړو کیفیت معیاري شوی او سرپرست حکومت په دې برخه کې پرمختګونو ته ژمن دی. د سرحداتو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وايي، چې د سرحداتو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، په بېلابېلو ولایتونو کې د ستونزو د هواري او د قومونو ترمنځ د واټن لرې کولو لپاره به ناستې دوام ولري.
































