پخواني ولسمشر حامد کرزي د کاناډا CBC ټلویزیون سره په مرکه کې د نجونو زدهکړې ډیرې مهمې بللي او ویلي یې دي چې هڅه کوي افغانې نجونې خپل دا حق بېرته ترلاسه کړي ځکه چې تعلیم د هرې ټولنې د پرمختگ او آبادۍ وسیله ده. کرزي ویلي، پر قانون ولاړ حکومت او دولتي موسسات يې جوړ کړل او له ټولې نړۍ سره يې اړیکې کلکې کړې خو د لویدیزو متحدینو سره يې پر ملکي مرګ ژوبلې مخالفت پیدا شو چې د ده په وینا دا طبیعي ده چې دوی پرې نیوکې وکړي. کرزي په دغه مرکه کې د اوکراین پر جگړه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې ده پخوا هم ویلي وو اوکراین باید له افغانستانه درس اخیستی وای او خپله خاوره یې د سترو قدرتونو د ټکر ځای نه وای گرځولی.
































