د کندوز ځایي چارواکي د یاد ولایت د قلعهزال ولسوالۍ د قولخ تپې اړوند د امو سیند څنډو د تحکیماتو د کار له پیلېدو خبر ورکوي. هغوی وایي، د اټکل له مخې پر دې پروژه ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د هغې په بشپړېدو سره به زرګونه جریب کرنیزه ځمکه او کورونه د اوبو د تخریب له خطره خوندي شي. د امو سیند غاړې د تحکیماتو رییس وویل، د امو سیند غاړې د تحکیماتو کار یي د کندوز په قلعهزال ولسوالۍ کې پیل کړی دی. هغه وایي، د اټکل له مخې په دې پروژه ۵۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي او د سواحلو په جوړېدو سره به زرګونه جریب کرنیزې ځمکې چې د اوبو د تخریب له خطر سره مخ وې، خوندي شي.
































