د امریکا بهرنیو چارو وزارت د نوي کال په درشل کې له افغانانو سره د مرستو د دوام ټټر وهلی. د دغې هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ونډي رات شېرمن نوي کال ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ ویلي، چې د افغانانو تر څنګ درېږي. نوموړې ویلي، امریکا له هغو افغانانو سره چې له تاوتریخوالي، لویدلي اقتصاد، کرونا وبا، بې ځایه کېدو او طبیعي افتونو له کبله زیانمن شوي مرسته کړې ده. د امریکا دغې استازې د نوروز مبارکۍ تر څنګ په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې د دوام ژمنه هم بیا تکرار کړې ده. په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د نوي کال مناسبت په یوه بیان کې هیله څرګنده کړې چې افغان نجونو ته د زدهکړو او کار اجازه ورکړل شي.
































