ملګروملتونو یو ځل بیا د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتي چې د نجونو او ښځو پر وړاندې ټول محدودیتونه لرې کړي. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پر خپله ټویټرپاڼه ویلي، روانه اونۍ د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره له یو میلیون زیات نجونې به اجازه ونهلري چې ټولګیو ته لاړې شي. یوناما له ا.ا غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې له ټولو تبعیضي پالیسو په شا شي. یوناما ویلي، دغه پالیسۍ نه یوازې د نیمایي نفوس هیلې وژني، بلکې افغانستان ته لوی زیان رسوي. په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا سيف ده چلډرن مشر فران ایکیزا ویلي، چارواکي باید د ټولو زدهکونکو لپاره ښوونځي پرانیزي ترڅو دوی وکولی شي ټولنیز ژوند ته دوام ورکړي، مهارتونه ترلاسه او هم اکاډمیکې زدهکړې وکړي.
































