د پاکستان او افغانستان په چارو کې امریکایي څېړونکي مایکل کوګلمن ویلي، عمران خان اسامه بن لادن ته په شهید ویلو سره د پاکستان دا بیانیه تر پوښتنې لاندې راوستې چې وایي، نور د ترهګرۍ ملاتړ نه کوي. په ورته وخت کې د سویلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو متقاعدې استازې، الیس ویلز ویلي، عمران خان د القاعده وژل شوي مشر بن لادن ته په شهید ویلو سره دا پوښتنې بیا راتازه کړې دي چې د نړۍ لومړي نمبر ترهګر څنګه او د څه لپاره د پاکستان د پوځي پوستې تر سیورې لاندې ارام ژوند کاوه. هغې زیاته کړې، بحث ته اړتیا نشته پاکستان باید د تېرو خبرو پر ځای له افغانستان سره د امن، سوداګرۍ، پانګونې او ترهګرۍ مخنیوي کې ګټوره اجنډا ولري.

































