نن په لندن کې په افغانستان کې د برېتانيايي ځانګړو ځواکونو له لوري د شپې لهخوا په ترسره شویو عملیاتو کې په ناقانونه توګه د لسګونو کسانو د وژلو د ادعاو په اړه یوه عامه څېړنه پیلیږي. د دغې څېړنې په ترڅ کې به دا موضوع هم څېړل کېږي چې ایا د برېتانیا پوځ د دغو ادعاو په اړه سمه څېړنه ترسره کړې او که یې کومې غیرقانوني وژنې یې پټې کړي دي. د برېتانیا پوځي پولیسو په افغانستان کې د برېتانیا د هوایي ځانګړو ځواکونو په شمول د دې هېواد د پوځیانو لهخوا د ناوړه چلند د ادعاو په اړه څو څېړنې ترسره کړي، خو دفاع وزارت ویلي چې کافي شواهد یې نهدي موندلي چې هغه دې قانوني تعقیب شي. په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې ډېری برېتانوي ځواکونه په نا امن ولايت هلمند کې ځای پر ځای و.
































