روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا وبا له امله ۳۴ کسان مړه او ۲ زره او څلور نور بیا بېرته رغېدلي دي. د یاد وزارت په خبره په همدې موده کې دغه راز د کرونا ویروس ۳۵۱ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي چې ورسره پر یادې وبا د اخته کسانو ټول شمېر ۳۰ زره او ۹۶۷ ته رسېدلی دی. روغتیا وزارت وایي، په تېره شپه او ورځ کې د ۳۴ کسانو له مړینې سره بیا په هېواد کې د کرونا له امله د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۷۳۷ ته لوړ شوی دی.
































