د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیر خان متقي په یوه مقاله کې ویلي چې کابل له امریکا سره کار کولو او خبرو ته چمتو دی، خو لګول شوي بندیزونه باید لیرې شي. په دې مقاله کې، چې په الجزیره کې خپره شوې، متقي زیاته کړې چې “د افغانستان نوي مشران پر خبرو او د نظر پر تبادلې باور لري”؛ خو دا کار باید له دواړو خواوو څخه وشي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له نړیوالې ټولنې وغوښتي، چې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی وکړي. ځکه د افغانستان دیني او کلتوري حساسیتونه «محتاط چلند» ته اړتیا لري.
































