ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیل شو چې له یو میلیونه ډېرې نجونې له زدهکړو محرومې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیال مارکس پوتزل د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې یو ځل بیا د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازو پرانیستلو غوښتنه کړې ده. یونیم کال مخکې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته نوي سرپرست حکومت د نجونو ثانوي زدهکړې بندې کړې، خو څو میاشتې مخکې یې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه. خو په ابتدایه ښوونځیو کې نجونې زدهکړې کولی شي. سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د یوناما مرستیال یو ځل بیا هغه ته د نړۍوالې ټولنې هغه غوښتنه تکرار کړه چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې باید د نجونو پر وړاندې پرانیستل شي.
































