چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

افغان سياسي شنونکی: د چين او روسيې ترمنځ د همکاريو پياوړتيا به له امنيتي او اقتصادي پلوه سيمه امنه او خوندي کړي

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 24, 2023
in نړیوال خبرونه
0
افغان سياسي شنونکی: د چين او روسيې ترمنځ د همکاريو پياوړتيا به له امنيتي او اقتصادي پلوه سيمه امنه او خوندي کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روسيې د ولسمشر پوتين په بلنه د مارچ له شلمې تر ۲۲مې نيټې پورې له دغه هېواده رسمي ليدنه وکړه. د دواړو  مشرانو يو له بل سره خبرې وکړې او تر هغه وروسته په نوې زمانه کې د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو په هکله د دواړو هېوادونو ګډه اعلاميه خپره شوه. نړيوالې ټولنې د رئيس شي جين پينګ دغه سفر ته ډېره پاملرنه کړې ده. ځيني شنونکي وايي چې  دغه سفر به په بېلا بېلو ساحو کې د يادو هېوادونو د همکاريو د پياوړتيا او د اړيکو د پرمختګ چټک کړي. په دې اړه افغان مشهور سياسي شنونکي هېواد ځاځي د چين د ميډيا ګروپ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې داسې ويلي چې د چين او روسيې ترمنځ د همکاريو پياوړتيا به له امنيتي او اقتصادي پلوه سيمه امنه او خوندي کړي.

چين او روسيه په نړۍ کې دوه لوی هېوادونه ګڼل کېږي او دوه اړخيزې اړيکې يې د لويو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نمونه ده، له اوږدې مودې راهيسې چين له روسيې سره د سيمې د سولې لپاره ډېرې هڅې کړې دي.ښاغلي هېواد ځاځي وويل چې چين په وروستيو کې د سيمې د امنيت په خونديتابه کې ډېر فعال شوی او د ايران او سعودي عربستان ترمنځ د برياليو خبرو اترو کوربتوب يې کړی چې د يادو هېوادونو ترمنځ د یوه سياسي تړون لامل شو. زما په اند روسيې ته د رئيس شي جين پینګ سفر څو موخې درلودې. لومړی دا چې چين غواړي د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د ښکېلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو منځکړيتوب وکړي څو دغه مسئله په سوله ييزه توګه حل شي. دويم دا چې چين او روسيه په ګډه غواړي چې د سيمې له نورو هېوادونو سره د همکاريو له لارې ور باندې د لوېديځو هېوادونو د بنديزونو مخه ونيسي. درېيم هدف ممکن د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي راکړي ورکړي غوړېدل وي څو دوه ستر اقتصادي هېوادونه يو له بل سره د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اړتيا وړ زیاتوالی راولي. نو ځکه د دغو موخو په لرلو سره دغه سفر ډېر مهم اهميت لري او د سيمې پر امنيت او پرمختګ مثبته اغېزه کوي.

افغانستان د جنوبي او مرکزي اسيا او چين ترمنځ پروت هېواد دي، نو امنيت او ثبات یې د سیمې د امنيت او پرمختګ د ساتلو يوه ډېره مهمه برخه بلل کېږي. اوس دغه هېواد تازه له اوږدې جګړې خلاص شوی او په هره برخه کې يې د پرمختګ لپاره تازه ګامونه پيل کړي دي. چين او روسيه په نړۍ کې اغېز لرونکي هېوادونه دي او د نړيوال پرمختګ او سیمه ييز پرمختګ په تېره بيا د افغانستان د چارو د پرمخ بېولو په برخه کې رغنده رول لوبوي. د ښاغلي هېواد ځاځي په اند چین او روسيه د افغانستان د دوو سترو گاونډيو هېوادونو په توګه د همکاريو له لارې کولی شي چې پر سيمې او د ده پر هېواد مثبت اغېز وکړي. هغه وويل چې افغانستان کې امنيت او ثبات د ټولې اسيا لپاره خورا مهم دی، نو يادو هېوادونو ته په کار ده چې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو، سياسي اړیکو او امنيتې همکاريو له لارې خپلې اړيکې وپالي. چین چې په نړۍ کې د سترو اقتصادي پروژو لپاره پانګونه کوي، کولی شي چې په افغانستان کې پر کاني زېرمو، کرنيز سکتور، د اوبو په مديريت او نورو برخو کې پانګونه وکړي. په عین وخت کې چين او روسيه د م.م د امنيت شورا د دايمي غړو هېوادونو په توګه کولی شي چې له غربي نړۍ سره زموږ د اړيکو په رغولو کې مهم رول ولري او د افغانستان پر وړاندې د غرب د نامنصفانه او غير عادلانه پرېکړو مخه ډب کړي. موږ له چين څخه مننه کوو چې وخت نا وخت يې د امریکا له خوا زموږ د مرکزي بانک د کنګل شوي شتمنۍ د خوشي کېدو غوښتنه کړې، خو دا کافي نه دي. هيله من یو چې چين له روسيې سره له نورو ممکنو لارو چارو کولی شي چې پر غربيانو فشارونه راوړي څو زموږ حق را کړي. موږ تمه او باور لرو چې دوه ستر هېوادونه دغه کار تر سره کولی شي.

Previous Post

خلیلزاد: د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو پرانیستلو نېټه معلومه شي

Next Post

شهباز شريف د چين او پاکستان اقتصادي دهليز وستایه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post

شهباز شريف د چين او پاکستان اقتصادي دهليز وستایه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

وانګ يي: سږ کال چین د شانګهای همکارۍ سازمان رییسه هېواد دی

مارچ 7, 2025

Online Blackjack Basic Strategy Chart

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved