د هلمند په سنگین ولسوالۍ کې پرون د تندر پرېوتو له امله يو کس مړ شوی او یوه ښځه ټپي شوې ده. د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ رییس وايي، پېښه تېره شپه د سنګین ولسوالۍ په امان الله کارېز سیمه کې شوې ده. هغه ویلي چې په یاد پېښه کې یو کس مړ شوی او یوه ښځه ټپي ده. هغه د ټپي ښځې د روغتیایي وضعیت په اړه څه ونه ویل خو زياته يې کړه چې هغه روغتون ته وړل شوې ده.
































