په داسې حال کې چې د کابل ښاروالۍ مسولین وايي، د لومړنیو خوراکي توکو پر بیو څار لري، خو د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي د روژې د میاشتې په را رسېدو د لومړنيو خوراکي توکو بیې د پخوا په پر تله لا لوړې شوې دي. کابل ښاریان وايي د ښاروالۍ، په نرخنامې او بازار سم څار نه درلودل د دې لامل شوي چې، هر دوکاندار په خپل سر اجناس وپلوري. خو د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، دوی بیې ټاکلي او په منظمه توګه یې بازار تطبیقوي. د ده په خبر په نرخنامې کې ۳۰ قلم جنس چې لومړني توکې هم پهکې شامل دي، تعین شوي.
































