چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

بین الافغاني خبرې ولې نه پیلېږي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 29, 2020
in تبصرې
0
د امریکايي ځواکونو له وتلو وړاندې یوه ستره اړتیا
682
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

شاوخوا درې میاشتې وړاندې باید بین الافغاني خبرې پیل شوې وای، خو لا هم نه یوازې دا چې دا خبرې پیل شوې نه دي، بلکې ښکاریږي چې شته خنډونه به د دې خبرو پیل او بریا له ستونزو سره مخ کړي. که څه هم ویل شوي چې په جولای میاشت کې به دا خبرې پیل شي، خو د ښکېلو اړخونو ارادو او کړنو ته په کتو سره بیا هم د ځنډ احتمال شته.

 ولې بین الافغاني خبرې نه پیلېږي، اصلي خنډونه څه دي، څوک زیان کوي او څوک مسوول دي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د بین الافغاني خبرو د پیل پر وړاندې دوه اساسي خنډونه وو. لومړی دا چې پینځه زره طالب بندیان باید خوشي شوي وی چې حکومت یې خوشي کولو ته تیار نه و. دویم دا چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته نه حاضرېدل. ځیني نور واړه خنډونه هم وو او شته، خو اصلي خنډونه همدا دوه دي. له حکومتي اړخ سره د طالبانو له خوا له خبرو انکار ډېر جدي نه و؛ ځکه چې یو ګډ پلاوي دا هر څه سموولی شوی، خو له بده مرغه د بندیانو نه خوشې کولو ستونزه اوږده کړه. حکومت د طالب بندیانو له خوشې کولو په بېلابېلو پلمو انکار کاوه، خو له امریکايي فشارونو وروسته حاضر شول چې نږدې څلور زره بندیان خوشي کړي. اوس ښايي پاتې زر نور بندیان هم خوشي کړي، خو وخت به اخلي. د بندیانو د خوشې کولو لپاره چې حکومت کوم شرطونه ایښي وو، هغه یو هم نه دی عملي شوی، خو حکومت بندیان خوشې کړل او نور به هم همداسې بې شرطه خوشي کوي. د بندیانو نه خوشي کول او پکې ځنډ د دې سبب شول چې د بین الافغاني خبرو پیل وځنډېږي. له همدې امله جګړې دوام وکړ چې پکې زرګونه نور افغانان ووژل شول. طالبان، امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي ټول افغانان وو چې له بده مرغه قرباني شول او لا هم قرباني کېږي. اوس هېڅوک نشته چې د قربانیانو کورنیو ته ځواب ووايي او مسوولیت واخلي. حکومت ولې په پیل کې بندیان خوشې نه کړل؟ اوس یې ولې خوشې کوي؟ څه بدل شوي چې حکومت طالب بندیان خوشي کوي؟ که څه بدل شوي نه وي، نو بیا خو دا مانا لري چې حکومت ته د زرګونو افغانانو وینې مهمې نه وې او نه اوس مهمې دي.

له بله اړخه طالبانو هم د بندیانو خوشې کول دومره جدي نیولي چې د جګړې دوام ته یې لاره پرانیستې ده. د طالبانو بندیان به خوشي شي او باید ټول خوشي شي، خو پکار ده چې خبرې پیل شي. د خبرو پیل او بریا به د ټولو بندیانو خوشې کولو ته لاره هواره کړي. اوس د جګړې دوام که د څلور زرو بندیانو خوشې کولو ته لاره هواره کړه، خو د زرګونو طالبانو، امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د وژنې سبب هم شوه.

د جګړې دوام او د بین الافغاني خبرو په پیل کې خنډ نور په واضح ډول له ولس سره دښمني او د جګړې د دوام غوښتنه ده. له بده مرغه د واکمنو؛ پر ولس، امنیتي ځواکونو، طالبانو او عامو خلکو هېڅ زړه درد نه کوي. دوی ټول افغانان دي او باید وژغورل شي. هر څوک چې له دې ولس سره لږ هم مینه لري او زړه یې پرې دردېږي، باید شرطونه او دېوالونه ونړوي او بین الافغاني خبرې پیل کړي، څو هم روانې وژنې ودرېږي او هم یوې تلپاتې سولې ته لاره هواره شي.

Previous Post

په میدان وردګو کې د نږدې ۶۰ میلیونو افغانیو په لګښت د عامه کتابتون ودانۍ جوړېږي

Next Post

د ډېرو یخو خوړو زیانونه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د ډېرو یخو خوړو زیانونه

د ډېرو یخو خوړو زیانونه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بېجينګ: پر چيني تصديو د امريکا بنديزونو ته به اړين تدبيرونه ونيسو

اگست 26, 2024
د امریکا موزیم چین ته د چو بو شو په نوم لرغوني اثار بېرته ورکړل

د امریکا موزیم چین ته د چو بو شو په نوم لرغوني اثار بېرته ورکړل

مې 17, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved